د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان څومره «امن» دی؟
Dojče vele pre 1 dan

طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې امنیت حاکم دی. خو لوږې، فقر او بېرې په دغه هېواد کې د خلکو پر ورځني ژوند خپل سیوری غوړلی دی. په ځانګړې توګه ماشومان له دغه وضعيت څخه کړيږي.
طالبان له افغان مهاجرو غواړي چې بيرته خپل هېواد ته ورستانه شي او هغوی ته په دغه هېواد کې د سوله ایز ژوند کولو ډاډ ورکوي. د طالبانو رئيس الوزرا ملا محمد حسن آخوند، خپل د لوی اختر په پیغام کې ټولو هغو افغانانو ته چې د افغانستان د پخواني حکومت تر پاشل کېدو وروسته له هېواده وتلي، د عمومي عفوې اعلان وکړ. هغه وویل چې افغانستان امن دی او ټول کولی شي بېرته راستانه شي او په سوله کې ژوند وکړي. طالبانو پر افغانستان د بیاواکمنېدو پر مهال هم د عمومي عفوې اعلان کړی وو، خو د بشري