کریملین: که کیف شرایط ونه مني نوره خاوره به هم له لاسه ورکړي
Dojče vele 11.06.2025

کریملین له اوکراین غوښتي چې د جګړې د پای ته رسولو له پاره دې له روسیې سره پر شرایطو توافق وکړي، له دې پرته به خپله نوره خاوره هم له لاسه ورکړي. اوکراین وايي روسیې بیا پر خارکیف د ډرون حملې کړي او مرګ ژوبله ېې اړولې ده.
د کریملین سلاکار ولادیمیر مېدنسکي وویل چې «له روسیې سره دوامداره جنګ کول ناممکنه دی.» هغه له وال ستريټ ژورنال سره په خبرو کې په ۱۸مه پېړۍ کې له سويډن سره د ۲۱ کلنې جګړې یادونه کړې او وېلي ېې دي چې یاده جګړه د دې شهادت ورکوي چې روسیې اوږدمهاله جګړې ګټلي دي. مېدنسکي ټینګار کړی چې مسکو د سولې غوښتونکی دی: «موږ سوله غواړو.» هغه زیاته کړې: «خو که چېرته اوکراین د نورو ملي ګټو ته لومړيتوب ورکوي، په هغه صورت کې به ېې موږ په مقابل کې له ځواک څخه کار واخلو.» نور ولولئ:










