پاکستان: له ایران سره د پوځي مرستو خبرونه درواغ دي

Dojče vele pre 23 dana
پاکستان: له ایران سره د پوځي مرستو خبرونه درواغ دي

د پاکستان مرستیال لومړي وزیر هغه «جعلي او درواغ» خبرونه رد کړي دي چې د ایران په يوه جنرال پورې دا ادعا منسوب کړل شوې وه چې ګواکې پر ایران باندې به د هر ډول حملې په ځواب کې پاکستان پر اسرائيل باندې اتومي بريد وکړي.

د پاکستان مرستيال لومړی وزير او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار، د دوشنبې په ورځ په سنا مجلس کې د وینا پر مهال وويل چې پر اسرائيل باندې د پاکستان د احتمالي «اتومي برید» خبرونه جعلي دي او په دې تړاو هیڅ پاکستاني چارواکي کومې څرګندونې نه دي کړي. په ټولنیزو رسنيو کې په خپاره شوي يوه خبر کې په يوه لوړپوړي ایراني جنرال پورې دا ادعا تړل شوې وه چې پاکستان به پر ایران باندې د هر ډول بريد په ځواب کې پر اسرائيل باندې اتومي بريد وکړي. اړونده موضوع: د ایران او اسرائیل متقابل

Dojče vele »

Najnovije vesti »