دونالد ترمپ: له G7 څخه د روسیې د ایستلو پریکړه غلطه وه
Dojče vele pre 14 dana

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ وایي چې هغه به په G7 کې د چین په شاملولو هیڅ اعتراض ونه کړي. د G7 غړو هیوادونو مشرانو په غزه کې د اوربند په ګډون په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی.
په کاناډا کې د G7 غړو هیوادونو مشرانو د دوشنبې (د جون میاشتې ۱۶ نیټه) ورځې په پای کې د یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې د ایران او اسرائیل د شخړې پر کمولو ټينګار وکړ. دغو مشرانو وویل هیله لري چې د ایران د کړکیچ په حلولو سره، په غزه کې د اوربند ترڅنګ په منځني ختیځ کې په روان تاوتریخوالي کې د پام وړ کمښت رامنځته شي. سرمشریزې په یوه ګډه اعلامیه کې د منځني ختیځ په سیمه کې د امنیت او ثبات له پاره پر خپلې ژمنتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې «اسرائیل د خپل دفاع حق لري.» د ایران